د اوزبیکستان ولسمشر: افغانستان د سیمهییزو تعاملاتو مهمه برخه جوړوي
جاپان له تېرې ورځې راهیسې د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډې کوربه دی.
په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان او د جاپان استازو ګډون کړی.
د دې غونډې اصلي موخه د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او پر سیمهییزو موضوعاتو بحث ښوول شوی.
په غونډه کې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سیمهییزو همکاریو په برخه کې د افغانستان د رول پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي، افغانستان لا هم د سیمهییزو تعاملاتو یوه کلیدي برخه ده.
همدارنګه، د ازبکستان ولسمشر وویل چې افغانستان کې ثبات او اسلامي امارت سره ماناداره تعامل د دې هېواد او ټولې سیمې د پرمختګ فرصتونه رامنځته کوي.
د اوزبیکستان ولسمشر همدارنګه د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډه کې د جاپان لهخوا افغانستان سره د پرلهپسې مرستو ستاینه کړې او ویلي، ګډو سیمهییزو هڅو او همکارۍ افغانستان کې د ټولنیزو-اقتصادي پرمختګونو او بنسټیزو جوړښتونو په وده کې مرسته کړې او په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د دې هېواد فعاله ګډون تضمینوي.
د یادونې ده چې جاپان تېره ورځ افغانستان کې اړمنو سره د مرستې لپاره ۲۰ میلیون ډالره هم ځانګړي کړي.