د طالبانو او امریکا اړیکې تودیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168978-د_طالبانو_او_امریکا_اړیکې_تودیږي
طالبانو ویلي چې له امریکا سره یې دوه‌اړخیزو اړیکو کې نوې مرحله پیل شوې ده.
(last modified 2025-12-29T11:02:58+00:00 )
Dec 29, 2025 15:31 Asia/Kabul
  • د طالبانو او امریکا اړیکې تودیږي

طالبانو ویلي چې له امریکا سره یې دوه‌اړخیزو اړیکو کې نوې مرحله پیل شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي ویلي چې د دې ډلې او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوې او اړتیا ده چې پراختیا ومومي.

جلالي د دوشنبې په ورځ، د جدي په ۸مه، په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د کجکي بند او د کندهار د هوايي ډګر په څېر پراختیايي پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونه غورځول شي.

هغه دا څرګندونې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تر لیدنې وروسته کړې دي.

که څه هم خلیلزاد د امریکا په حکومت کې رسمي دنده نه لري، خو روان کال کې څو ځله د امریکايي پلاوي په ترکیب افغانستان ته تللی او له طالب چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

د جلالي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو نوې مرحله پیل شوې او د هغې د پراختیا لپاره کوم خنډ نه لیدل کېږي.

هغه د دوحې هوکړې ته په اشارې وویل چې د دواړو لورو په دریځونو کې عملي بڼه د پام وړ ده.