کابل د سیمې تر ټولو غیرمعیاري پلازمېنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168980-کابل_د_سیمې_تر_ټولو_غیرمعیاري_پلازمېنه
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې کابل د سیمې له هغو ښارونو څخه دی چې تر ټولو لوړه کچه غیررسمي مېشت‌ځایونه لري.
(last modified 2025-12-29T11:06:48+00:00 )
Dec 29, 2025 15:34 Asia/Kabul
  • کابل د سیمې تر ټولو غیرمعیاري پلازمېنه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې کابل د سیمې له هغو ښارونو څخه دی چې تر ټولو لوړه کچه غیررسمي مېشت‌ځایونه لري.

د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د خبریال د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام ویلي چې د افغانستان له ښاري نفوس څخه تر ۴۰ سلنې زیات په کابل کې مېشت دي او د دې ښار ډېری اوسېدونکي په غیررسمي مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د کابل له هر پنځو اوسېدونکو څخه څلور تنه په هغو سیمو کې اوسي چې د ښاري پلان جوړونې او بنسټیزو خدماتو له کافي لاسرسۍ پرته جوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې زیاته کړه چې دا وضعیت کابل د سیمې له هغو ښارونو څخه ګرځولی چې تر ټولو لوړه کچه غیررسمي مېشت‌ځایونه لري.

خو دې ادارې خبرداری ورکړی چې دا ټولنې د اقلیمي بدلونونو له پایلو، لکه سېلابونو، د ځمکې ښویېدو او د مقاومو بنسټیزو تاسیساتو د نشتوالي پر وړاندې سختې زیان‌منې دي.

د ادارې په وینا، دا موضوع د ښاري اقلیمي اقداماتو او د ښاري مدیریت د ښه والي بیړنۍ اړتیا روښانه کوي.