یونیسف: د کنړ زلزله‌ځپلي په یخنۍ کې ویده کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169238-یونیسف_د_کنړ_زلزله_ځپلي_په_یخنۍ_کې_ویده_کېږي
یونیسف راپور ورکړی چې د کنړ د زلزلې پاتې شوي خلک د سرپناه د نشتوالي له امله په یخ موسم کې شپې سبا کوي.
(last modified 2026-01-05T10:54:33+00:00 )
Jan 05, 2026 15:22 Asia/Kabul
  • یونیسف: د کنړ زلزله‌ځپلي په یخنۍ کې ویده کېږي

یونیسف راپور ورکړی چې د کنړ د زلزلې پاتې شوي خلک د سرپناه د نشتوالي له امله په یخ موسم کې شپې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې هغه کورنۍ چې په وروستۍ زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، د صفر درجې څخه ټیټې هوا کې شپې تېروي.

یونیسف په اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ماشومانو د تود ساتلو لپاره یې د ژمنۍ مرستې بهیر ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې زلزله کې ۱۹۹۲ کسان وژل شوي او ۳۶۳۱ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې په دې پېښه کې له ۸۳۰۰ څخه ډېر استوګنیز کورونه یا زیانمن شوي او یا هم بشپړ نړېدلي دي.

یونیسف ویلي چې تېرې اوونۍ یې په کنړ کې ۱۷۷۵ د ژمنیو جامو بستې او ۳۵۵۰ کمپلې کورنیو ته وېشلې دي.

څه موده وړاندې د شپږ ریشتره زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کنړ کې واړول.