د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګله‌دېش ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169702-د_افغانستان_د_طالبانو_د_حکومت_سوداګریز_پلاوی_بنګله_دېش_ته_تللی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
(last modified 2026-01-18T20:58:04+00:00 )
Jan 19, 2026 01:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګله‌دېش ته تللی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.

ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر هدف د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ګډو پانګونو فرصتونه ارزول او په راتلونکي کې د ګډو هوکړه‌لیکونو لاسلیک کول دي.

د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله‌دېش د دیني عالمانو یو اوه کسیز پلاوي چې مشري یې مولانا مأمون‌الحق کوله، د "طالبانو د حکومت په بلنه" افغانستان ته سفر وکړ.

بنګلا نیوز۲۴ راپور ورکړی چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا او همداراز د سوداګرۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ورټول و.

همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې څو سیمه‌ییزو رسنیو د فرانس پرېس له قوله راپور ورکړ، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت لومړي سکرتر نور احمد نور (چې دا مهال په نوي ډيلي کې د طالبانو استازی بلل کېږي) بنګله‌دېش ته سفر کړی دی.

طالبانو د ښاغلي نور د سفر په اړه څه نه‌دي ویلي خو د پاکستان ډان ورځپاڼې او د هند ټایمز اف انډیا دا سفر د "سیاسي اړیکو د پراخولو" او د بنګله‌دېشي اسلام‌پالو له لوري "د فبرورۍ د ټاکنو تر مخه د نفوذ د ترلاسه کولو هڅه" بللې ده.

په ډاکه کې د ډیپلوماټیکو چارو کارپوه پوریمول پالما ویلي، د ښاغلي نور سفر شخصي او غیررسمي و او نوموړی د یوه فکري بنسټ په غونډه کې د ګډون لپاره بنګله‌دېش ته تللی و.

د هغه په وینا، بنګله‌دېش تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي اړیکه نه‌شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ډاکه کې سفارت لري، خو په افغانستان کې د بنګله‌دېش هېڅ فعاله سیاسي استازولي نه‌شته.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ښه ظرفیتونه شته او د افغانستان یو پلاوی به په بنګله‌دېش کې په یوه سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي.

د دې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي ویلي چې بنګله‌دېش د جامو او کالیو د تولید، وریجو، چای او درملو په برخه کې پراخې وړتیاوې لري.

هغه زیاته کړه، په بنګله‌دېش کې د افغانستان تازه او وچه مېوه او نور درملیز بوټي هم ډېر پېرېدونکي لري.

د الکوزي په وینا، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سوداګري د ایران د چابهار او بندرعباس له بندرونو ترسره کېږي او دا مهال له دې هېواد سره د سوداګرۍ لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا شل میلیونه ډالره ده خو داسې لوی ظرفیتونه شته چې دا کچه په کال کې تر یو میلیارد ډالرو لوړه شي