د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د ارزونې غونډه 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169762-د_ایران_او_افغانستان_د_اقتصادي_همکاریو_د_ارزونې_غونډه
د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د مختلفو فرصتونو د ارزونې غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال «حمید قنبری» په مشرۍ او  په کابل کې د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» او د بهرنیو چارو وزارت د څو لوړپوړو مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
(last modified 2026-01-20T07:42:49+00:00 )
Jan 20, 2026 12:06 Asia/Kabul
  • د ایران سفیر علیرضا بیګدلي او د طالبانو د ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمری
    د ایران سفیر علیرضا بیګدلي او د طالبانو د ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمری

د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د مختلفو فرصتونو د ارزونې غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال «حمید قنبری» په مشرۍ او  په کابل کې د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» او د بهرنیو چارو وزارت د څو لوړپوړو مدیرانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ایران-افغانستان د همکاریو د پرمختګ په اړه راپور وړاندې شو چې په کې د سرحدي تبادلو او د ترانزیتي برخو چټکتیا، د دواړو هیوادونو د درې اړخیزو سرحدونو د سوداګریزو تبادلو، د ریل پټلۍ سرحد او همدارنګه د ایران په بندرونو کې د افغانستان د توکو د انتقال په اړه معلومات ورکړل شول.

همدارنګه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د خنډونو د لرې کولو لپاره مناسبې لارې چارې او د افغانستان د صادراتي همکاریو د ظرفیتونو په مختلفو برخو کې ځانګړې پاملرنه وڅیړل شوه.

دې سره هممهاله، په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې وزارت وزیر ملا عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني او د هغه ملګري پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د کار او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د کار تبادلې، د تخنیکي او مسلکي روزنې پراخولو او په ګډو پروژو کې د همکارۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

همدارنګه د ایران سفارت افغان لورې ته ویلي دي چي د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی څو افغان کارګرو ته د کار لپاره ویزا ورکړي.