د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر بندیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170102-د_افغانستان_د_بیارغونې_لپاره_د_امریکا_د_ځانګړي_سرمفتش_دفتر_بندیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې خپل کار به ژر پای ته ورسوي.
(last modified 2026-01-28T20:51:17+00:00 )
Jan 29, 2026 01:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر بندیږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې خپل کار به ژر پای ته ورسوي.

تاند خبري سایټ په ایکس پاڼه د دې ادارې د خپور کړي پوسټ په حواله لیکلي چې  سیګار له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته د جنورۍ په ۳۱ مه خپل کار رسماً د تل لپاره پای ته رسوي.

سیګار چې د «افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر» لنډیز دی، په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړ شو. د دې ادارې موخه په افغانستان کې د امریکا پر مرستو او لګښتونو څارنه وه.

دې ادارې په خپل پوسټ کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له سیګار سره یې همکاري کړې یا یې د دې ادارې فعالیتونه تعقیب کړي دي، او لیکلي یې دي چې د جنورۍ ۳۱مه به یې وروستۍ کاري ورځ وي.

له دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش له کانګرس څخه غوښتي و چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د کمېدو له امله دې د سیګار ماموریت په راتلونکي کال کې پای ته ورسول شي.

همداراز، سیګار په خپل وروستي راپور کې کانګرس ته وړاندیز کړی و چې د دې ادارې فعالیت دې د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختم شي او له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته دې د افغانستان لپاره د امریکا پر مرستو د څارنې مسوولیت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) ته وسپارل شي.

سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې په ځلونو د افغانستان په پراختیایي پروژو کې د ملیاردونو ډالرو فساد، ناوړه استفادې او درغلیو راپورونه خپاره کړي دي.