افغانستان له روسیې تیل او ګاز اخلي
Feb 03, 2026 05:50 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په مسکو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر ګل حسن حسن ټاس خبري اژانس ته ویلي، افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري.
ګل حسن ویلي، که ځینې بندیزونه، په ځانګړې توګه بانکي بندیزونه لیرې شي نو افغانستان به وکولای شي چې له روسیې څخه تېل، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غله، غوړي او ځینې نور توکي وارد کړي.
هغه ویلي، افغانستان هم کولای شي وچه او تازه مېوه، سبزي، طبي بوټي، غالۍ او کاني توکي روسیې ته صادر کړي، چې په خبره یې دا چاره کولای شي د کابل–مسکو د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
ټاس خبري اژانس د طالبانو د سفیر په حواله لیکلي چې هڅې روانې دي څو په مسکو کې د افغاني تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي.
ټیګونه