یوناما: په افغانستان کې د ناچاودو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170330-یوناما_په_افغانستان_کې_د_ناچاودو_توکو_ډېری_قربانیان_ماشومان_دي
یوناما وایي، په افغانستان کې د جګړې له پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله د تلفاتو نږدې ۸۰ سلنه ماشومان دي.
(last modified 2026-02-03T08:03:18+00:00 )
Feb 03, 2026 12:29 Asia/Kabul
  • یوناما: په افغانستان کې د ناچاودو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي

یوناما وایي، په افغانستان کې د جګړې له پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله د تلفاتو نږدې ۸۰ سلنه ماشومان دي.

دې ادارې ویلي، افغانستان د ناچاودو مهماتو د مرګ‌ژوبلې له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

یوناما ټینګار کوي چې د عامه پوهاوي زیاتول او د ماین‌پاکۍ جدي هڅې کولی شي د زرګونو افغانانو ژوند وژغوري، او له نړیوالې ټولنې یې د دې بهیر د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.