عبدالسلام حنفي: افغانستان ازاد او بې‌طرفه هېواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170680-عبدالسلام_حنفي_افغانستان_ازاد_او_بې_طرفه_هېواد_دی
د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان نه د ختیځ او نه هم د لوېدیځ پلوي دی، بلکې ازاد او بې‌طرفه هېواد دی.
(last modified 2026-02-13T01:37:07+00:00 )
Feb 13, 2026 06:05 Asia/Kabul
  • عبدالسلام حنفي: افغانستان ازاد او بې‌طرفه هېواد دی

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان نه د ختیځ او نه هم د لوېدیځ پلوي دی، بلکې ازاد او بې‌طرفه هېواد دی.

حنفي دغه څرګندونې د کابل–بګرام سړک د عملي چارو د پیل په مراسمو کې وکړې او ویې ویل، افغانستان د هېڅ لوري پر وړاندې مبارزه نه کوي او غواړي له ټولو هېوادونو سره متوازن اړیکې ولري.

هغه زیاته کړه: «موږ نه د لوېدیځ ترڅنګ ولاړ یو چې د ختیځ پر وړاندې مبارزه وکړو او نه د ختیځ ترڅنګ ولاړ یو چې د لوېدیځ پر وړاندې مبارزه وکړو. افغانستان یو ازاد او بې‌طرفه هېواد دی

نوموړي د نړۍ هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه هم ورکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان به د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او له ټولو سره اقتصادمحوره او مثبت تعامل غواړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي د موضوع پر سر اختلافات لري، خو له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو هڅې کوي.