مجاهد: د بندیزونو غځول د ناکامې تجربې تکرار دی
د طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د مأموریت غځېدو غبرګون کې ویلي چې د بندیزونو غځول یو ناکام سیاست دی او پر داسې تګلارو بايد بیاکتنه وشي، څو د مثبت او رغنده تعامل زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې ډلې مأموریت چې پر افغانستان د دې شورا د بندیزونو څارنه کوي، د یو بل کال لپاره غځولی دی.
مجاهد د امنیت شورا د دغه اقدام په غبرګون کې پژواک ته وویل، لکه څنګه چې د بندیزونو لګولو کومه ګټه نه لرله او یوه بېپایلې موضوع وه، غځول يې هم د هماغې ناکامې تجربې تکرار دی چې د هيڅ لوري په ګټه نه دي.
له بده مرغه دا هماغه پخوانۍ ناکامې تګلارې دي چې لا هم دوام لري. باید پر دې سیاستونو له سره کتنه وشي او داسې لارې چارې غوره شي چې مثبتې او ښې پایلې ولري، د ملتونو حقونه تر پښو لاندې نه شي او مثبت او رغنده تعامل رامنځته شي.»
مجاهد په پای کې وویل: «له بده مرغه، ملګري ملتونه په دې برخه کې یا دا چې خپله د داسې پرېکړو واک نه لري او یا هم هغه کړۍ چې له افغانستان سره مثبت تعامل نه غواړي، هلته ډېر اغېز لري.»