د افغانستان نیمايي نفوس له روحي ناروغیو کړېږي
په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت د رواني روغتیا د کړکېچ په اړه ځینې د اندېښنې وړ شمېرې خپرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تېر کال شاوخوا دوه میلیون کسانو د روحي ناروغیو، په ځانګړي ډول د اضطراب، د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. د وزارت د څرګندونو له مخې، د وروستیو کلونو د ارزونو او څېړنو پر بنسټ، د هېواد نژدې نیمايي نفوس د اضطراب له ستونزې سره مخامخ دی.
د وزارت ویاند کورنیو رسنیو ته ویلي چې حکومت هڅه کوي د روحي ناروغانو لپاره پاملرنه او خدمتونه برابر کړي، او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واک ته رسېدو وروسته د روحي ناروغیو د سلاکارانو شمېر ۴۳۰ ته لوړ کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و: روحي روغتیا په افغانستان کې تر ټولو په بېړنیو خو له پامه غورځول شویو ستونزو کې شامله ده. د جګړو، طبیعي پېښو او بېځایه کېدو کلونو ژور روحي اغېزونه پرېښي دي.
اټکل کېږي چې له هر پنځو افغانانو یو تن له رواني ناروغۍ سره ژوند کوي .