ریچارډ بنټ د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171158-ریچارډ_بنټ_د_افغانستان_پاکستان_ترمنځ_د_تاوتریخوالي_د_کمولو_غوښتنه_وکړه
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره، سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.
(last modified 2026-02-27T10:37:58+00:00 )
Feb 27, 2026 13:04 Asia/Kabul
  • ریچارډ بنټ د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره، سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.

ریچارډ بنټ نن جمعه د کب په ۸مه پر اېکسپاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی کړکېچ په تاوتریخوالي بدل شوی.»

هغه ویلي چې د ارامۍ او د نړیوالو بشري حقونو او بشري قانون، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د درناوي غوښتنه کوي.

د افغانستان حکومت تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل چې پکې د افغان حکومت په وینا ۵۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان او ژوندي نیول شوي دي.

همدارنګه په دغو بریدونو کې د طالبانو ۸ پوځیان هم وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.