۱۶ زره افغان کورنۍ د جنګ له امله کډه په سر شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171196-۱۶_زره_افغان_کورنۍ_د_جنګ_له_امله_کډه_په_سر_شوې
ملګرو ملتو ویلي چې ۱۶ زره افغان کورنۍ د طالبانو او پاکستان ترمینځ د جنګ له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي.
(last modified 2026-03-03T10:55:05+00:00 )
Mar 03, 2026 15:19 Asia/Kabul
  • ۱۶ زره افغان کورنۍ د جنګ له امله کډه په سر شوې

ملګرو ملتو ویلي چې ۱۶ زره افغان کورنۍ د طالبانو او پاکستان ترمینځ د جنګ له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي.

د فارس خبري آژانس د خبریال په وینا، افغانستان کښې د ملګرو ملتو دفتر یوناما وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمینځ د نښتې له امله په افغانستان کښې کابو شپاړس زره کورنۍ بې ځایه او بې کوره شوې دي.

یوناما نن په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې دغه کورنۍ په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کنړ او خوست ولایتونو کښې له خپلو کورونو څخه کډه په سر شوې دي.

د ملګرو ملتو دغه دفتر ویلي چې یادې نښتې په افغانتسان کښې د انساني وضعې د لاخرابیدو لامل ګرځیدلې دي.

ملګرو ملتو له دې مخکښې هم ویلي وو چې د پاکستان په جګړه کښې تراوسه ۳۴ ملکي وګړي مړه شوي دي.