انګلستان افغان محصلینو ته شا کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171244-انګلستان_افغان_محصلینو_ته_شا_کړه
انګلستان ویلي چې د افغان وګړو لپاره یې کاري او تحصیلي ویزې بندې کړې دي.
(last modified 2026-03-05T07:55:49+00:00 )
Mar 05, 2026 12:21 Asia/Kabul
  • انګلستان افغان محصلینو ته شا کړه

انګلستان ویلي چې د افغان وګړو لپاره یې کاري او تحصیلي ویزې بندې کړې دي.

انګلستان ویلي چې د افغان وګړو لپاره یې کاري او تحصیلي ویزې بندې کړې دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، انګلستان د افغانستان د خلکو لپراه د کار او زده کړې د ویزو صادرول بند کړي دي.

د افغانستان لپاره د برطانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي چې افغانان له کاري او تحصیلي ویزو څخه، د پناهندګۍ د درخواست لپاره ناوړه استفاده کوي.

هغه ویلي چې لندن له اړمنو کسانو سره په مرستې ژمن دی.

افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان هغه هیوادونه دي چې په دغو محدودیتونو کښې نه شاملیږي.