په ایران باندې حملې د سیمې د هیوادونو امنیت او ثبات ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171330-په_ایران_باندې_حملې_د_سیمې_د_هیوادونو_امنیت_او_ثبات_ګواښي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په ایران باندې د امریکې حمله د سیمې ثبات ته ګواښ دی.
(last modified 2026-03-10T05:37:27+00:00 )
Mar 10, 2026 10:04 Asia/Kabul
  • په ایران باندې حملې د سیمې د هیوادونو امنیت او ثبات ګواښي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په ایران باندې د امریکې حمله د سیمې ثبات ته ګواښ دی.

د فارس خبري آژانس په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په کابل کښې د نړیوالو سازمانونو له استازو او سفارتکارانو سره د روژه ماتي په ګډه میلمستیا کښې وویل: د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د امریکې او صهیونیسټي رژیم بریدونو د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ډیر جدي ګواښ رامینځته کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه حملې او د سعودي عربستان، قطر، متحده عرب اماراتو، عمان سلطنت، ترکیې جمهوریت، بحرین او آذربایجان جمهوریت په شان د سیمې هیوادونو ته یې پراخیدل، زمونږ د ژورې اندیښنې لامل شوې دي.

متقي ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د کړکیچ پراختیا او سختیدا د هیڅ چا په ګټه نه ده او د هیوادونو دم لي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم خلاف ورزي په واضحه توګه غندو.