عراقچي د افغانستان د خلکو او حکومت مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171492-عراقچي_د_افغانستان_د_خلکو_او_حکومت_مننه_وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو پیغام کښې د افغانستان د خلکو او حکومت قدرونه او مننه کړې ده.
(last modified 2026-03-18T10:52:16+00:00 )
Mar 18, 2026 15:19 Asia/Kabul
  • عراقچي د افغانستان د خلکو او حکومت مننه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو پیغام کښې د افغانستان د خلکو او حکومت قدرونه او مننه کړې ده.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران د افغانستان د حکومت او خلکو منندوی دی چې د امریکې او د اسرائیلو د رژیم تیری یې غندلی او د ایران له خلکو او حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

سید عباس عراقجي په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې هیله لري په افغانستان کښې صلحه او ارامښت پایداره پاتې شي.

له دې مخکښې طالب چارواکو په ځلونو په ایران باندې د امریکې حمله غندلې او له تهرانه یې ملاتړ کړی و.