افغانستان کښې پولیو په ختمیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172314-افغانستان_کښې_پولیو_په_ختمیدو_ده
طالبانو ویلي چې په افغانستان کښې۹۸ فیصده ماشومانو ته د پولیو واکسن لګول شوي دي.
(last modified 2026-04-26T11:10:27+00:00 )
Apr 26, 2026 15:36 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې پولیو په ختمیدو ده

طالبانو ویلي چې په افغانستان کښې۹۸ فیصده ماشومانو ته د پولیو واکسن لګول شوي دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د یونیسف مسئول تاج الدین ایوالي وايي چې تیر کال ۱۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي واکسن لګول شوي دي. تاج الدین په یو پیغام کښې زیاته کړې چې په دې احصائیو سره ۹۸ سلنه افغان ماشومان واکسن شوي دي یعنې یوازې دوه فیصده افغان ماشومان د پولیو له خطر سره مخامخ دي. هغه همداشان زیاته کړه چې څه باندې ۱۶ میلیون ماشومانو ته واکسن لګیدلې دي. دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د روغتیا وزارت او نړیوالو ارګانونو په ۲۰۲۶ کال کښې په ټولو ولایتونو کښې د واکسنیشن لومړی پړاو پیل کړی دی.افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه یوازني هیوادونو دي چې تراوسه د پولیو په ختمولو کښې پاتې راغلي دي.