د افغانستان او قرغزستان امنیت له یوه بل سره غوټه خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173076-د_افغانستان_او_قرغزستان_امنیت_له_یوه_بل_سره_غوټه_خوړلې_ده
د فطرت دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې جباروف د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، که قرغزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شي، د افغانستان تحولاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
(last modified 2026-05-19T07:20:16+00:00 )
May 19, 2026 11:37 Asia/Kabul
  •  د افغانستان او قرغزستان امنیت له یوه بل سره غوټه خوړلې ده

د فطرت دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې جباروف د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، که قرغزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شي، د افغانستان تحولاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستاند سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د قرغزستان د ولسمشر سدیر جباروف څرګندونې ښيي چې د سیمې هېوادونه دې حقیقت ته نږدې کېږي چې د منځنۍ اسیا امنیت په مستقیم ډول د افغانستان له ثبات سره تړاو لري.

هغه ټینګار کړی چې نور هېوادونه هم باید دا حقیقت درک کړي چې افغانستان د سیمې په ثبات کې اساسي رول لري.

د فطرت دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې جباروف د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، که قرغزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شي، د افغانستان تحولاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په رسمي پیغام کې ویلي وو چې د منځنۍ اسیا امنیت له د افغانستان له ثباته جلا نه دی، او بیشکک به د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کولو په صورت کې د افغانستان دوسیه په لومړیتوب کې وساتي.

د قرغزستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر هم مخکې ویلي وو چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې په دوامداره توګه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې دي او د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ یې کړی دی.

د قرغزستان چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ټینګار کړی چې افغانستان باید په یوه سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي هېواد بدل شي او دا موضوع د سیمې د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم مخکې ویلي وو چې یو باثباته افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا د امنیت په تأمین کې مهم رول ولوبوي.

سره له دې دریځونو، قرغزستان تر اوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي لري؛ پنځه دایمي غړي او لس غیر دایمي غړي چې د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.