هند افغانستان ته ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173232-هند_افغانستان_ته_۲۰_ټنه_ضروري_طبي_مواد_استولي
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.
(last modified 2026-05-23T02:51:33+00:00 )
May 23, 2026 07:19 Asia/Kabul
  • هند افغانستان ته ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.

د دغه وزارت ویاند رندر جیسوال ویلي چې افغانستان ته استول شوي مواد د BCG، تیتانوس او ډیفتریا له واکسینونو سره تړاو لري او هیواد یې غواړي چې په راتلونکي کې نور طبي وسایل هم کابل ته واستوي.

ده زیاته کړې، هند دا اندازه طبي تجهیزات او د واکسیناسیون لازم مواد د افغانستان د ماشومانو د ملي معافیت د پروګرام د ملاتړ لپاره لېږلي دي.

ده دا اقدام د افغانستان د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

د نوموړي په وینا، په دې محموله کې د BCG، تیتانوس او ډیفتریا واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد شامل دي، چې د ماشومانو د روغتیا او د هغوی د بدن د معافیت د کچې د لوړولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته په ځلونو واکسینونه او نور طبي وسایل لېږلي دي.