د طالبانو او د روسیې تر مینځ د فوځي همکاریو هوکړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173492-د_طالبانو_او_د_روسیې_تر_مینځ_د_فوځي_همکاریو_هوکړه_شوې
پارس تودی- د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب په مشری پلاوی چي په امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه تللی و، له روسیې سره د فوځې تخنیکي همکاریو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړې ده.
(last modified 2026-05-28T10:05:01+00:00 )
May 28, 2026 14:31 Asia/Kabul
  • د طالبانو او د روسیې تر مینځ د فوځي همکاریو هوکړه شوې

پارس تودی- د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب په مشری پلاوی چي په امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه تللی و، له روسیې سره د فوځې تخنیکي همکاریو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړې ده.

د پارس تودی له راپور سره سم، روسي رسنۍ انترفاکس لیکي چي د دواړو لورو ترمینځ دغه سند د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شوی دی. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي خو دغه تړون داسې مهال لاسلیک کیږي چې د طالبانو د حکومت دفاع وزیرملا محمد یعقوب مجاهد، د مسکو د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره کتنه ترسره کړه. د طالبانو دفاع وزارت پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه ‌اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزیر د نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي.