د امریکا ولسمشر:
ښايي له افغانستانه پاتې امریکايي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هلته پاتې شوي وو.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي-۷ هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو سره په مرکه کې په افغانستان کې د پاته امریکایي وسلو د تر لاسه کولو غوښتونکی شو.
هغه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په بهرنۍ تګلارې نیوکې وکړ او ویې ویل چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او تر ۳۰۰ زره هډېرې وسلې پاتې شوې.
ټرمپ وویل: «موږ هم غوښتل له افغانستانه ووځو، خو په عزت او وقار سره. موږ غوښتل سل سلنه تجهیزات وباسو، آن خیمې مو هم راټولولې. خو کله چې بایډن راغی، هر څه یې پرېښودل. ښايي اوس هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. که څه هم اوس یو څه زاړه شوي، خو بیا هم امکان لري چې بېرته یې راوړو.»
د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د جون د ارزونې له مخې، وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونه ووتل او طالبان پر افغانستان واکمن شول د شاوخوا ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودلی و.