ایران په ختیځ زون کې د کانونو پر پانګونې چمتووالی ښودلی
Jun 22, 2026 07:26 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت ویلي چې د افغانستان په ختیځ زون کې د کانونو پر سکتور د پانګونې ترڅنګ د معدنچیانو د روزنې او کاري ظرفیت لوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
دغه څرګندونې په جلالآباد کې د ایران د سرقونسل، مجید رضا پناه، او د ننګرهار او کونړ د سوداګریزو خونو او د قیمتي ډبرو د سوداګرو ترمنځ په ګډه ناسته کې شوې دي.
ځایي سوداګرو ویلي، د معدنچیانو روزنه به د کانونو د استخراج پر مهال د ضایعاتو مخه ونیسي او نړیوالو بازارونو ته به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو کچه لوړه کړي.
د ایران سرقونسل هم ویلي چې هېواد یې د افغانستان په طبیعي زیرمو کې پانګونې ته لېوال دی او په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو د اقتصادي متخصصینو ګډې غونډې ترسره شي.
ټیګونه