طالبانو له یونیسف څخه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کړې
Jun 22, 2026 07:29 Asia/Kabul
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، په افغانستان کې د یونیسف له استازي سره د لیدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د ارزونې، ګډې څارنې او د یونیسف له لوري د تمویلېدونکو موسسو د فعالیتونو د ښهوالي په اړه بحث کړی دی.
نور جلال جلالي په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو موجودو ستونزو ته په اشارې له یونیسف څخه غوښتي چې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د شته ستونزو د حل لپاره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د یونیسف استازي هم ډاډ ورکړی چې دغه بنسټ به د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو او ارزونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ټیګونه