امارات د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران ایسار کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174448-امارات_د_افغان_سوداګرو_زرګونه_کانټینران_ایسار_کړي_دي
د اماراتو په جبل علي او ځینې نورو سیمه ایزو بندرونو کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران بند پاته دي، چي د امله یې د افغان سوداګرو لګښتونه زیات شوي او د توکو بیې په لوړېدو دي.
(last modified 2026-06-23T01:13:44+00:00 )
Jun 23, 2026 05:38 Asia/Kabul
  • امارات د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران ایسار کړي دي

د اماراتو په جبل علي او ځینې نورو سیمه ایزو بندرونو کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران بند پاته دي، چي د امله یې د افغان سوداګرو لګښتونه زیات شوي او د توکو بیې په لوړېدو دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالاحد صدیقي افغان رسنیو ته ویلي چي د پاکستان د کراچي بندر له تړل کېدو وروسته، ځینو سوداګرو د امارات د جبل علي بندر له لارې افغانستان ته واردات تر سره کول.خو دا بندر هم د امارات له خوا د دوی پر مخ وتړل شو او اوس د دې پروسې په بندیدو د افغان سوداګرو پانګې  په جبل علي بندر کې په ولاړو کانټینرونو کې بنده ده.

د افغان سوداګرو په وېنا، د امارات چارواکو د بندر عباس او چابهار په ګډون د ایران بندرونو ته د افغان سوداګرو د توکو د بارولو او لیږد مخه نیولې ده.

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او د اړتیا وړ سوداګریزو توکو لویه برخه یې له ګاونډیو هیوادونو په ټرانزیټي لارو تامین کیږي.