امارات د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران ایسار کړي دي
د اماراتو په جبل علي او ځینې نورو سیمه ایزو بندرونو کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینران بند پاته دي، چي د امله یې د افغان سوداګرو لګښتونه زیات شوي او د توکو بیې په لوړېدو دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالاحد صدیقي افغان رسنیو ته ویلي چي د پاکستان د کراچي بندر له تړل کېدو وروسته، ځینو سوداګرو د امارات د جبل علي بندر له لارې افغانستان ته واردات تر سره کول.خو دا بندر هم د امارات له خوا د دوی پر مخ وتړل شو او اوس د دې پروسې په بندیدو د افغان سوداګرو پانګې په جبل علي بندر کې په ولاړو کانټینرونو کې بنده ده.
د افغان سوداګرو په وېنا، د امارات چارواکو د بندر عباس او چابهار په ګډون د ایران بندرونو ته د افغان سوداګرو د توکو د بارولو او لیږد مخه نیولې ده.
افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او د اړتیا وړ سوداګریزو توکو لویه برخه یې له ګاونډیو هیوادونو په ټرانزیټي لارو تامین کیږي.