د نورستان په سېلابونو کې د وژل شویو شمېر په زیاتېدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175408-د_نورستان_په_سېلابونو_کې_د_وژل_شویو_شمېر_په_زیاتېدو_دی
د افغانستان په نورستان ولایت کې د موسمي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. ځینې ځايی سرچینې وايي چې د مړو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.
(last modified 2026-07-21T12:05:53+00:00 )
Jul 21, 2026 16:28 Asia/Kabul
  • د نورستان په سېلابونو کې د وژل شویو شمېر په زیاتېدو دی

د افغانستان په نورستان ولایت کې د موسمي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. ځینې ځايی سرچینې وايي چې د مړو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.

د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې او د نورستان د والي دفتر ویلي، چې سېلابونو د دوشنبې په ورځ د ولایت مرکز پارون وځاپه، ګڼ کورونه، هوټلونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (ANDMA) د هغو معلوماتو له مخې، چې پرون مازدیګر یې خپاره کړل، تر اوسه د ۲۰ کسانو جسدونه موندل شوي، له ۸۰ څخه ډېر کسان ټپیان دي او د یو شمېر نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

ویل کېږي چې د پارون ښاروال او د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر کارکوونکي هم د ورکو کسانو په ډله کې شامل دي.

د ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې او لټون عملیات پیل کړي، څو ورک کسان پیدا کړي او د قربانیانو جسدونه راوباسي.

د سیمه‌ییزې غیر دولتي موسسې شپول (Shpoul) مشر، عاشق‌ا... صافي، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې:“سېلاب د پارون ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړې ده.” هغه زیاته کړه چې هوټلونه او لسګونه دوکانونه هم ویجاړ شوي، او اوسېدونکي د مناسبو وسایلو له نشتوالي سره سره د کنډوالو ترمنځ د ژوندي پاتې شویو او قربانیانو د موندلو هڅه کوي. د سېلاب له تېرېدو وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کې سترې ډبرې او ډېرې خټې او خاورې پاتې شوې دي.