طالبانو له یوناما وغوښتل د کډوالو لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175470-طالبانو_له_یوناما_وغوښتل_د_کډوالو_لپاره_نړیوالې_مرستې_راجلب_کړي
 د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حقاني د یوناما له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په موخه نړیوالې مرستې راجلبې کړي.
(last modified 2026-07-23T02:03:33+00:00 )
Jul 23, 2026 06:31 Asia/Kabul
  • طالبانو له یوناما وغوښتل د کډوالو لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړي

 د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حقاني د یوناما له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په موخه نړیوالې مرستې راجلبې کړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د کډوالو د مېشتېدو، ښاري پراختیا او د استوګنې د پروژو په اړه خبرې وشوې.

د وزارت په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې نږدې ۷۰ زره راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.

د یوناما مرستیال هم د کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.