طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176204-طالبانو_د_څه_باندې_دوو_زرو_افغان_کډوالو_د_ورستنیدا_خبر_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي.
(last modified 2026-08-06T09:08:19+00:00 )
Aug 06, 2026 13:35 Asia/Kabul
  • طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا  خبر ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي.

فطرت نن  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۷۲ کورنۍ چې ۱۹۴۷ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې او ۱۷ کورنۍ چې ۸۵ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته ورغلې دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، ۶۶ کورنۍ چې ۲۳۹ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو له لارې او پنځه کورنۍ چې ۲۱ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ورستنې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنیدا بهير زور اخيستی او زرګونه افغانې کورنۍ بېرته افغانستان ته ورستنې شوې دي.

له دې سره هممهاله، مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د ګڼو کډوالو بېرته ستنېدل بشري فشارونه زیاتوي، ځکه راستانې شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.