ماته غوږ شئ 13(په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو روایت)
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176380-ماته_غوږ_شئ_13(په_افغانستان_کې_د_امریکا_د_جنایتونو_روایت)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې ماته غوږشئ نومې لړئ له نننۍ دیارلسمې برخې سره ستاسوپه خدمت کې  یوو،  په دغې لړئ کې  په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې  د ترهه ګرې امریکا د وحشي ډوله جنایتونو  د بوږنونکو پيښو په باب درسره غږیږو،په دې هیله چې  ددغو جنایتونو له ځينو حقیقتونو مو خبر کړئ یاست ، نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2026-08-10T07:30:57+00:00 )
Aug 10, 2026 11:33 Asia/Kabul
  • ماته غوږ شئ 13(په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو روایت)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې ماته غوږشئ نومې لړئ له نننۍ دیارلسمې برخې سره ستاسوپه خدمت کې  یوو،  په دغې لړئ کې  په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې  د ترهه ګرې امریکا د وحشي ډوله جنایتونو  د بوږنونکو پيښو په باب درسره غږیږو،په دې هیله چې  ددغو جنایتونو له ځينو حقیقتونو مو خبر کړئ یاست ، نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

قدرمنو دوستانو په دغې لړئ کې  په افغانستان کې د امریکائي جنایتونو په باب  له ځینو روایتونو سره ستاسو په خدمت کې یوو،د افغانستان د خلکو د سختو او دردؤنکو شپو ورځو  په اوج کې ؛ د  هغو خلکو روایت، چې د امریکا د پوځي ځواکونو د ظالمانه او نیواکګر شتون  په سیوري کې  ئې له کړاو، وېرې او د خپلو قدردانو  بچیانو په  له لاسه ورکولو سره ژوند کړی دی.

دوستانو په تېرو څو لسیزو کې، امریکا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل پوځي او سیاسي شتون  څو څو ځله د «ازادۍ ددفاع»، «د ډیموکراسۍ دپراختیا»، «د بشري حقوقو د ملاتړ» او «له ترهګرۍ سره د مبارزې» په څېر په شعارونو سره  توجیه کړی دی.

امریکائي چارواکو په ډېرو مو ردونو کې دغه مداخلت د ملتونو د ژغورلو، د امنیت د ټینګښت او د یوه ښه راتلونکي د رامنځته کولو لپاره اړین ګامونه بللي دي؛داسې روایتونه چې په رسمي ویناوو، اړوندو رسنیو او سیاسي اعلامیو کې بیا بیا تکرار شوي دي.

خو تاریخ ښودلې چې د یوې پوځي لاسوهنې د حقیقت د پېژندلو لپاره یوازې د سیاستوالو په شعارونو او ژمنو بسنه نه شي کېدلی.

        دوستانو ؛اصلي معیار هغه حقیقت دی چې عادي خلک ئې په خپل ورځني ژوند کې تجروبه کوي؛ هغه خلک چې نه د سیاسي پرېکړو په کوټو کې شتون لري او نه د جنګ جګړو او پوځي عملیاتو په پیل کې کوم رول لري، خو د همدغو پرېکړو تر ټولو درنده بیّه همدوي ورکوي.

په ډېرو هغو هېوادونو کې چې د امریکا د پوځي شتون شاهدان پاتې شوي، د اعلان شویو موخو او د دغه شتون د واقعي پایلو ترمنځ څرګند واټن لیدل کېږي.

په داسې حال کې چې د ازادۍ، امنیت او ډیموکراسۍ خبرې کېدې، خلکو له ناامنۍ، بې‌ځایه کېدو، د بنسټیزو بیخ بینائیو له ویجاړېدو، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو او د خپلو قدرمنو بچیانو له لاسه ورکولو سره مخامخ ژوند کاوه.

د هغو کورنیو لپاره چې ژوند ئې د جنګ له امله اغېزمن شوی، سیاسي مفاهیم هغه وخت معنا پیدا کوي چې له امنیت، آرامښت او د یوه عادي ژوند د جوړولو له امکان سره مل وي.

افغانستان د همدغې تاریخي تجربې یو څرګند مثال دی؛ هغه هېواد چې کابو شل کاله د امریکا پوځي شتون د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د ثبات د رامنځته کولو او د یوه ډیموکراتیک نظام د جوړولو ه تشو شعارونو سره مل و.

خو د افغانستان د خلکو لپاره دغه کلونه د رسنیو د ژمنو پر ځای د جنګ، پوځي بریدونو، ناامنۍ، بې وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او اوږدمهاله کړاوونو له خاطرو ډک وو.

د افغانستان  ولس  کلونه کلونه د سترو سیاسي ژمنو او د ورځني ژوند د سختو واقعیتونو ترمینځ  ګیر وو.

هغه ماشومان چې د جنګ تر سیوري لاندې لوي شول، هغه کورنۍ چې خپل بچیان  ئې له لاسه ورکړل، هغه کلي چې د پوځي عملیاتو شاهدان وو، او هغه خلک چې یوازینۍ هیله ئې یوازې خپل ژوند ته د سولې او ارامښت بېرته  ستنېدل وو؛ دا ټول د داسې روایت برخه ده چې د احصایو او رسمي راپورونو تر شا ډېر لږ لیدل کېږي.

           ګلونو دوستانو  ماته غوږ شئ ،نومې د لړئ  په دوام کې یو ځل بیا   د افغانستان د خلکو تراخو تجروبو ته ورګرځو؛ د هغو خلکو تجروبو ته چې کلونه ئې د امریکا د پوځي شتون  پایلې په خپلو سترګو لیدلې او لمس کړې دي. د هغوی روایت د سیاسي شعارونو او د میدان د واقعیتونو ترمنځ واټن په انساني بڼه انځوروي؛ د هغو کسانو روایت چې جنګ ئې د خبرونو په پاڼو کې نه، بلکې د خپلو کورونو، کورنیو او ورځني ژوند په منځ کې تجروبه کړی دی.

    افغانستان کابو شل کاله  د امریکا پوځي شتون ، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د امنیت د ټینګښت او د ډیموکراسۍ د رامنځته کولو په تشو ژمنو سره  تجروبه کړل، خو د دغه هېواد د وګړو لپاره دا کلونه د جګړې، ناامنۍ، د  خپلو خپلوانو  د له لاسه ورکولو او د ګڼو سختیو له خاطرو ډک وو.

په اوسني مطلب کې به د دغو پېښو د یوه بل شاهد روایت واورو؛ د داسې انسان کیسه چې د افغانستان د اوسمهاله تاریخ یوه برخه ئې په کتابونو نه ، بلکې په خپل ژوند کې تجروبه کړې ده.

               دوستانو اوسنی  روایت د افغانستان د کاپیسا ولایت د یوه اوسېدونکي «احمد» له خولې اورو؛ هغه سړی چې لا هم د کلونو له تېرېدو وروسته، د خپل ژوند د یوې تراخې ورځې صحنې نه دي هېرې کړې.

هغه د هغې ورځې کیسه کوي چې یو شمېر خلک د عبادت او د لمانځه د ادا کولو لپاره په جومات کې  ټول شوي وو؛ خو هغه څه چې دوي ئې د یوې آرامې او روحاني شېبې په توګه تمه لرله، د دوي د ژوند یوه تر ټولو دردناکه خاطره وګرځېدله.

احمد وایي::؛؛؛ هغه ورځ د نوروشپو  ورځو په څېر پیل شوه. خلک په خپلو ورځنیو کارونو بوخت وو. یو شمېر لمونځ کوونکي د جومات د اوداسه په ځای کې په اوداسه (وضو)کولو بوخت وو. هېچا دا تصور هم نه شو کولای چې څو شېبې وروسته به د چاودنې غږ د هغه ځای سکون په وېرې، ګډوډۍ او چیغو بدل کړي.»

احمد  په دوام کې وائي؛؛؛ناڅاپه د امریکا د پوځي الوتکو غږونه په فضا کې واورېدل شول. مخکې له دې چې خلک پوهه شي څه پېښېدونکي دي، هوائي برید پیل شو. یوې زورورې چاودنې ټوله سیمه ولړزوله او هغه کسان چې یوازې د لمانځه او اودس  لپاره هلته ورغلي وو،  د امریکائي ترهه ګرو ځواکونو په نښه شول.

هغه زیاتوي:؛؛له لومړۍ چاودنې وروسته هر ځای له لوګي، دوړو او د ټپیانو له  چغو ډک شو. خلک سخت حیران او وارخطا وو او نه پوهېدل چې د چا  لټه وکړي او څوک وژغوري. ځینو د پېښې ځای ته ورمنډې کړې څو له ټپیانو سره مرسته وکړي، او ځينو نورو  د کنډوالو  په مینځ کې د خپلو کورنیو غړي او ملګري لټول.

   احمد دغه راز  په غمجن غږ  سره وائي:خلکو د وژل شویو کسانو ټوټې ټوټې بدنونه ټولول او ټپیان ئې لېږدول. ډېرې کورنۍ راغلې وې څو خپل  خپلوان  ومومي. هلته هره خوا د ژړا، چغو  او دردونو ډکه فضا وه. هېچا باور نه شو کولی چې هغه ځای چې څو شېبې مخکې د عبادت او ارامښت ځای و، اوس د وینو او کنډوالو په ډګر بدل شوی دی.

        احمد مخکې په دوام کې وائي:په هماغو سختو شېبو کې، کله چې خلک د قربانیانو د جسدونو پاتې شوني  ټولول، یو ځل بیا د الوتکو غږونه واورېدل شول. لا مو ټپیان له سیمې نه وو ایستلي چې بله چاودنه وشوه. دوهم برید ویره څو برابره زیاته کړه او هغه کسان ئې هم قرباني کړل چې د مرستې لپاره راغلي وو.

 هغه شېبه مې هېڅکله له یاده نه وځي. د چاودنو غږ، لوګي، اور  او د خلکو چیغو هر ځای نیولی و. داسې ښکارېده لکه هغه ځای چې د بمونو او وینو په دوزخ بدل شوی وي. هغه کسان چې د نورو د ژغورلو لپاره راغلي وو، خپله قرباني شول او نورې ډېرې کورنۍ هم د غم په ټَغر کښېناستې.

احمد بیا په غمجن غږ سره وایي:  زمونږ د خلکو لپاره د دې پېښې تر ټولو دردناکه برخه دا وه چې قربانیان عادي انسانان وو. هغوی نه د جنګ په ډګر کې وو او نه په کومې نښتې کې ښکېل وو. ډېری ئې یوازې د عبادت او د خپل ورځني عادي کار لپاره جومات ته ورغلي وو، خو په څو شېبو کې د ګڼو کورنیو ژوند د تل لپاره  پا ي ته ورسید. 

احمد د دغې غمجنې پېښې له وروسته شپو ورځو په اړه  ه هم وائي:؛ له هغې ورځې وروسته ډېرو کورنیو له ستر غم سره ژوند ته دوام ورکړ. داسې ماشومان وو چې خپل پلارونه ئې له لاسه ورکړل او داسې کورنۍ وې چې نور ئې هېڅکله د خپلو خپلوانو  غږ  وانه ورېد. د سیمې د خلکو لپاره دا یوازې یو خبر نه و، بلکې داسې زخم و چې د هغوی په ګډه حافظه کې پاتې شو.

  احمد  بیا مخکې وایي:؛له دغه برید وروسته په دې اړه بېلابېلو چارواکو بېلابېلې خبرې وکړې او هر لوري خپله کیسه وړاندې کړه؛ خو زمونږ لپاره حقیقت هماغه څه وو چې مونږ په خپلو سترګو ولید . مونږ هغه کورونه او کورنۍ ولیدې چې غمجنې شوې، او هغه خلک مو ولیدل چې ژوند ئې په یوې شېبې کې بدل شو. له هغې پېښې کلونه تېر شوي، خو کله چې د سیمې خلک د هغې ورځې یادونه کوي، لا هم هماغه انځورونه ئې په ذهنونو کې راژوندي کېږي؛ د هغو انسانانو انځورونه چې د لمانځه لپاره ورغلي وو، خو بیا هېڅکله خپلو کورونو ته بېرته ستانه نه شول. د هغو کورنیو انځورونه چې د خپلو خپلوانو  د هرکلي پر ځای ئې د هغوي د ویر مراسم ترسره کول.

  د احمد روایت د هغو خلکو د تجروبو یوازې یوه برخه ده چې کلونه ئې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون پایلې په خپلو سترګو لیدلې او لمس کړې دي؛ هغه خلک چې د امنیت، ثبات او ښه راتلونکي د ژمنو تر سیوري لاندې د ناامنۍ، د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو، بې‌ځایه کېدو او اوږدمهاله کړاوونو له حقیقت سره مخامخ شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون کلونو وښودله چې د ازادۍ، ډیموکراسۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په څېر  په تشو شعارونو او هغه څه ترمنځ ژوره فاصله موجوده وه چې خلکو په خپل ورځني ژوند کې تجروبه کړل،. د  افغانستان د خلکو لپاره د دغو کلونو پایله هغه   سوله او امنیت نه و چې ژمنه ئې شوې وه، بلکې د جنګ، کنډوالو او هغو کورنیو دردناک یادونه وه چې د پوځي او سیاسي پرېکړو دروند قیمت ئې پرې کړ.

د افغانستان د خلکو روایت د داسې هېواد انځور وړاندې کوي چې کلونه ئې د لوړو ژمنو او دردناکو واقعیتونو ترمنځ په رنځ او سختیو کې تېر کړل.

 = د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  ددغه دردؤنکي مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي، نو  تاسو هم  تر بله مطلبه په نیاؤمن  او پتمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری

ژباړن!(سیماب)

***********************************************************************************************************************************