جلالاباد ښاروالۍ د ښار پاکولو لپاره ډلهییز «اشر» ترسره کړ
Aug 11, 2026 12:40 Asia/Kabul
د جلالاباد ښاروالۍ له لوري د «زموږ ښار، زموږ کور» تر شعار لاندې د ښار پاکولو ډلهییز «اشر» ترسره شو.
د ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي چارو رئیس، انجنیر وحیدالله مخلص، د دغه اشر د پیل په مراسمو کې چې د ښار په اوومه ناحیه کې ترسره شول، وویل چې د دې ډلهییز کار موخه یوازې د ښار پاکول نه دي، بلکې د ښاري فرهنګ پیاوړتیا، په خپله خوښه د ډلهییزو کارونو ترسره کول او د ښاریانو د عامه پوهاوي د کچې لوړول هم دي.
نوموړي له جلالاباد ښار له اوسېدونکو او پلورنکو وغوښتل چې له ښاروالۍ سره خپله همکاري زیاته کړي او په راتلونکي کې په خپله خوښه د ورته ډلهییزو کارونو له لارې خپل نږدې چاپېریال او ښار پاک وساتي.
ټیګونه