ندیم: د اسلامي نظام پر وړاندې مخالفت ناروا دی
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د پروان پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یو ځل بیا د طالبانو له مشرۍ څخه پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه څه پر وړاندې یې مخالفت ناروا بللی چې نوموړي یې اسلامي نظام بولي.
ندیم پرون د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د پروان پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل، له اسلامي نظام سره مخالفت جایز نه دی او هر څوک چې د دغه جوړښت پر وړاندې بغاوت وکړي، د هغه په وینا، باغي او واجبالقتل ګڼل کېږي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي او د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده اطاعت وکړي.
ندیم د طالبانو فرمانونه او مقررات د خدای او د پیغمبر لارښوونې وبلل او د دغې ډلې د مشر له اطاعت څخه یې نافرماني ناروا وبلله.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د افغانستان پخوانی حکومت داسې نظام وباله چې قوانین یې د خلکو له افکارو څخه سرچینه اخیسته او ادعا یې وکړه چې په هغه دوره کې جهاد پر مسلمانانو فرض عین و.
نوموړي ادعا وکړه چې افغانستان له کلونو ناامنۍ وروسته د اصلاح او ابادۍ پر لور روان دی او د دغه بهیر لپاره صبر او وخت ته اړتیا ده.
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر تر دې وړاندې هم د هبتالله اخوندزاده اطاعت واجب بللی او ویلي یې وو چې افغانان باید د رامنځته شویو شرایطو له امله شکر وباسي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د پروان پوهنتون له لسو پوهنځیو څخه ۸۵۷ محصلان فارغ شوي دي.
دا مراسم په داسې مهال ترسره شوي چې د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلې واکمنۍ د بېرته ټینګولو پنځمه کلیزه په بېلابېلو مراسمو او غونډو سره لمانځي.
د طالبانو چارواکو پرون د لویې جرګې په پخواني تالار کې هم د دې کلیزې مراسم ترسره کړل او د افغانستان اوسنی وضعیت یې «ډېر ښه» وباله.