عبدالله سرحدي: د بودا مجسمه مې په خپلو لاسونو ویجاړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177098-عبدالله_سرحدي_د_بودا_مجسمه_مې_په_خپلو_لاسونو_ویجاړه_کړه
په بامیان او جوزجان کې د طالبانو پخواني والي عبدالله سرحدي په یوه مستند کې ویلي چې د بودا مجسمه یې په خپلو لاسونو ویجاړه کړې ده.
(last modified 2026-08-25T01:26:42+00:00 )
Aug 25, 2026 05:55 Asia/Kabul
  •  عبدالله سرحدي: د بودا مجسمه مې په خپلو لاسونو ویجاړه کړه

په بامیان او جوزجان کې د طالبانو پخواني والي عبدالله سرحدي په یوه مستند کې ویلي چې د بودا مجسمه یې په خپلو لاسونو ویجاړه کړې ده.

نوموړي په پیل کې هڅه کوله چې د دغو لرغونو اثارو په اړه څه ونه وايي خو وروسته یې وویل: «ما هغه په خپلو لاسونو ویجاړه کړه.»

سرحدي ویلي: «موږ چې هر څه کړي او کوو یې، د الله د قانون له لارښوونې سره سم دي… موږ بتان پلورو نه، ماتوو یې. ولې پښېمانه شم؟ دا د خدای اراده وه.»

د بودا مجسمې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې ویجاړې شوې او پراخ نړیوال غبرګون یې راوپاراوه.

نوموړی د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وخت کې پوځي قوماندان و.

هغه څو کاله په ګوانتنامو زندان کې بندي و او وروسته ازاد شو.

د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته سرحدي په بامیان او وروسته جوزجان کې والي شو او اوس تازه په کندوز کې د یوې پوځي قول اردو مرستیال قوماندان ټاکل شوی دی