امریکا طالبان «ځانګړې نړیواله ترهګره ډله» بللې
د افغان رسندویو له راپور سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د طالبانو وړاندیز ته په غبرګون کې طالبان «ځانګړې نړیواله ترهګره ډله» بللې او ویلې یې دي چې د تعامل پلان ورسره نه لري.
د امریکا غږ راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې واشنګټن به د افغانستان په منرالونو کې له طالبانو سره همکاري ونه کړي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په کانونو کې پانګونه کولی شي د افغانانو پر وړاندې د دغې ډلې له ځپونکي چلند سره مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و چې د افغانستان په کانونو، زیربناوو، کرنۍ او سوداګرۍ کې د امریکا له پانګونې هرکلی کوي.
متقي له فایننشنل ټایمز سره په مرکه کې ویلي و چې د طالبانو او امریکا اړیکې دې د تېرې شل کلنې جګړې پر بنسټ نه ارزول کېږي او دواړه غاړې دې پر راتلونکو همکاریو تمرکز وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم تېره چهارشنبه یو ځل بیا له واشنګټن سره د ښو اړیکو په رامنځته کولو ټينګار کړی او ویلې دي چې افغانستان له امریکا سره اقتصادي او ډيپلوماټيکو اړیکو ته اړتیا لري.
ډیر شننونکي په دې نظر دي چی امریکا پخپله د نړۍ تر ټولو ستره ترهه ګره اوجنایتکاره ده او د نړۍ په تیره بیااسلامي هیوادونو کې د هغې جنایتونه اوس ټولو ته ښکاره شوي دي .