افغانستان کې د زعفرانو او ګلابو کښت ترویج پیل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178102-افغانستان_کې_د_زعفرانو_او_ګلابو_کښت_ترویج_پیل_کیږي
د نشه‌يي توکو او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بدیل لپاره د زعفرانو او ګلابو د کښت ترویج کوي.
(last modified 2026-09-14T11:09:37+00:00 )
Sep 14, 2026 15:37 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د زعفرانو او ګلابو کښت ترویج پیل کیږي

د نشه‌يي توکو او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بدیل لپاره د زعفرانو او ګلابو د کښت ترویج کوي.

دغه سازمان په یوه پیغام کې ویلي چې دا پروګرام اوس مهال د ایټالیا په مالي ملاتړ د ننګرهار او هرات په ولایتونو کې عملي کېږي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د دغو ولایتونو د بزګرانو ترمنځ د کوکنارو د بدیل په توګه د ګلابو او زعفرانو کښت او پروسس ترویج کېږي.

دا پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي چې تر دې وړاندې څو ځله د بزګرانو او د سرپرست حکومت د چارواکو له لوري د کوکنارو د بدیل کښتونو د معرفي کولو پر وړاندې د نه پاملرنې په اړه نیوکې شوې دي.