کندوز کې یو ډاکټر وژل شوی
Sep 23, 2026 15:37 Asia/Kabul
د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز کې یو ډاکټر د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، د «خالیدین قرلق» په نوم دغه ډاکټر هغه مهال د خپل درملتون دننه د ناپېژاندو کسانو له خوا د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، پېښه د چهارشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغه ډاکټر د وژنې د علت او انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټیګونه