تخار کې ترافیکي پېښه کې ۸ کسان مړه شوي
Sep 23, 2026 15:39 Asia/Kabul
د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان وژل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه تېره شپه د کلفګان ولسوالۍ په ګزیستان سیمه کې شوې ده.
په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه باروړونکې موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
د طالبانو چارواکو ویلي، د پېښې ټپیان د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ټیګونه