د بلجیم د کډوالۍ وزیره: افغان مجرم کډوال باید وشړل شي
Oct 04, 2026 07:32 Asia/Kabul
-
انلین ون بوسویت، د بلجیم د کډوالۍ وزیره
پارس تودی-انیلین فان بوسویت، د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې قانوني اقامت نه لري او په دغه هېواد کې یې جرم ترسره کړی، باید د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته ولېږل شي.
د پارس تودی له راپور سره سم، انلین ون بوسویت، د بلجیم د کډوالۍ وزیره، وايي چې ۶۰ افغان پناهغوښتونکي، چې ډېری یې محکوم شوي او مجرم دي او اوس په زندان کې دي، باید د خپلې سزا له پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد په کوڅو کې سرګردانه نه شي.
هغې وویل، د دغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه له افغانستان له حکومت سره خبرې اترې د هغه د ملاتړ په معنا نه دي او دا اړیکې د امنیتي اندېښنو، د حل لپاره ترسره کېږي.
ټیګونه