متقي عراقچي ته د خور د مړینې له امله تسلیت ووایه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179614-متقي_عراقچي_ته_د_خور_د_مړینې_له_امله_تسلیت_ووایه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خور، بدرالسادات عراقچي، د مړینې له امله نوموړي او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ پیغام استولی دی.
(last modified 2026-10-08T10:05:30+00:00 )
Oct 08, 2026 14:29 Asia/Kabul
  • متقي عراقچي ته د خور د مړینې له امله تسلیت ووایه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خور، بدرالسادات عراقچي، د مړینې له امله نوموړي او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ پیغام استولی دی.

د متقي په پیغام کې د عراقچي د خور مړینه «دردناکه ضایعه» بلل شوې او د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د هغه کورنۍ او د مرحومې پاتې کسانو ته پکې ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده شوې ده.

متقي ویلي: «زه په دې غم کې خپلې ژورې خواخوږۍ، همدردۍ او غمشریکۍ، له خپلو همکارانو سره یوځای، ستاسو درانه حضور، د کورنۍ نورو غړو او محترمو پاتې کسانو ته وړاندې کوم.»

عراقچي ته د متقي لیک

هغه له لوی خدایه د مرحومې لپاره د الهي رحمت او مغفرت او د عراقچي او د هغه د کورنۍ لپاره د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کړې ده.

بدرالسادات عراقچي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خور، وفات شوې ده. د هغې د مړینې علت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.