میلک پوله به تر یوې میاشتې ۲۴ ساعته شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179622-میلک_پوله_به_تر_یوې_میاشتې_۲۴_ساعته_شي
د افغانستان او ایران ترمنځ د میلک پولې د ۲۴ ساعته فعالیت د پیل لپاره د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو ترمنځ ګډه غونډه شوې ده.
(last modified 2026-10-08T10:14:09+00:00 )
Oct 08, 2026 14:39 Asia/Kabul
  • میلک پوله به تر یوې میاشتې ۲۴ ساعته شي

د افغانستان او ایران ترمنځ د میلک پولې د ۲۴ ساعته فعالیت د پیل لپاره د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو ترمنځ ګډه غونډه شوې ده.

د نیمروز د والي د دفتر رئیس سف‌الله محمدي د سیستان او بلوچستان ولایت له اقتصادي مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، د نیمروز په ګمرک کې د مالونو او ټرانزیټي موټرو د لېږد او ثبت لپاره لازم چمتووالی شته او هر څومره ټرانزیټي موټر چې دغه دروازې ته راشي، د رسېدنې وړتیا ورته موجوده ده.

ایراني چارواکو هم ژمنه کړې چې د میلک دروازې د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره به اړین اقدامات تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړ کړي.

د ایراني او افغان چارواکو لیدنه

 

دواړو لورو همداراز د ټرانزیټي موټرو د منلو د ظرفیت پر زیاتولو خبرې کړې دي، څو د افغانستان او ایران ترمنځ د مالونو د لېږد بهیر لا اسانه شي.

میلک–زرنج د افغانستان او ایران له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي دروازو څخه ده او د دې دروازې د فعالیت د وخت زیاتېدل کولی شي د موټرو د انتظار وخت کم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لوړ کړي.