دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179764-دلاور_سیاسي_مخالفانو_سره_هیڅ_ډول_خبرې_نه_کوو
د طالبانو د سرپرست حکومت یوه مطرح څېره او د دوحې په مذاکراتو کې د دې ډلې د پلاوي پخواني غړي شهاب‌الدین دلاور ویلي، سیاسي مخالفین یې د اندېښنې وړ نه دي او له هغوی سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي.
(last modified 2026-10-11T09:06:31+00:00 )
Oct 11, 2026 13:35 Asia/Kabul
  • دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو

د طالبانو د سرپرست حکومت یوه مطرح څېره او د دوحې په مذاکراتو کې د دې ډلې د پلاوي پخواني غړي شهاب‌الدین دلاور ویلي، سیاسي مخالفین یې د اندېښنې وړ نه دي او له هغوی سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي.

دلاور چې اوس د افغاني سرې میاشتې د ریاست مسؤلیت پر غاړه لري، ویلي، سیاسي مخالفینو سره خبرې کول هغوی ته سیاسي حیثیت ورکول دي او دا کار ناشونی دی؛ ځکه د نوموړي په وینا، د مخالفینو شمېر لږ دی او د خبرو اترو لپاره سیاسي وزن نه لري.

نوموړي ادعا کړې چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې د ښځو د حقونو او ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو یادونه نه ده شوې.

هغه همداراز ویلي، د ملا هبت‌الله د فرمان له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر بل امر پورې دوام لري.

د دلاور دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي د دوحې په غونډه کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ټولو قشرونو پر ونډې ټینګار کړی و.

د دوحې په یوه بله غونډه کې هم په څرګنده ویل شوي وو چې افغان ښځې د شرعي اصولو له مخې د دوکتورا تر کچې د زده‌کړو حق لري.

له سیاسي مخالفینو سره د هر ډول خبرو ردول او د هغوی د شمېر کم ګڼل په داسې حال کې دي چې د راپورونو له مخې، په تېرو میاشتو کې نورستان او بدخشان ولایتونه څو ځله د طالبانو او مخالفو جبهاتو ترمنځ د پراخو نښتو شاهدان وو.

د افغانستان په نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول ختیځ او سوېل کې هم د ورته نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.