افغانستان او ایران د ګډې پانګونې پراخ فرصتونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179952-افغانستان_او_ایران_د_ګډې_پانګونې_پراخ_فرصتونه_لري
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د صنعت او کانونو په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي.
(last modified 2026-10-14T08:12:18+00:00 )
Oct 14, 2026 12:39 Asia/Kabul

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د صنعت او کانونو په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې، د ایراني پانګوالو د عملي همکاریو پر پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو هم بحث شوی دی.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د صنعت مرستیال خان محمد خان د افغانستان د صنعت او کانونو په برخو کې شته فرصتونه مهم بللي او له ایراني پانګوالو یې غوښتي چې په دغو برخو کې عملي پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د صنعت د ودې او د خامو معدني موادو د پروسس لپاره د مناسبو فرصتونو له شتون سره، له سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران سره د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې لپاره پراخ امکانات موجود دي.

بل لور ته، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي ویلي، ایراني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې فعالیت ته مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا لري.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي او په افغانستان کې د پانګونې، د کورني تولید او د کاري فرصتونو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې ددې لیدنې په پای کې، د ایران سفارت سرپرست د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه ته په ایران کې د کانونو په یوه نندارتون کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.