په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې بندې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179972-په_افغانستان_کې_د_بي_بي_سي_راډیو_خپرونې_بندې_شوې
طالبانو اعلان وکړ چې د سرغړونو له امله د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې درول شوې دي.
(last modified 2026-10-15T00:34:00+00:00 )
Oct 15, 2026 05:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې بندې شوې

طالبانو اعلان وکړ چې د سرغړونو له امله د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې درول شوې دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څارنې رئیس، صفي‌الله رائدویلي چې په افغانستان کې د «پرله‌پسې سرغړونو» له امله د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې په ټول هېواد کې بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدل تأیید کړل او ویې ویل چې دا رسنۍ د موضوع د حل لپاره له افغان چارواکو سره په اړیکه کې ده.

همدارنګه، د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب غفران هم په افغانستان کې د بي‌بي‌سي د فعالیتونو ځنډول تأیید کړل او ویې ویل چې دا پرېکړه د دې رسنۍ د پرله‌پسې سرغړونو له امله شوې ده.