افغان ولسمشر اشرف غنی وویل په ملکیانو برید ستر جنایت دی
ولسمشر محمد اشرف غنی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه ښار په یوه ملکی روغتون کې برید په سختو ټکو غندلى دى.
د پاکستان د طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار د کویټې د ننۍ خونړۍ حملې پړه پر غاړه اخیستی ده .
د کوټې ښار د یوه روغتون په دروازه کې ځانمرګی برید لږ تر لږه ۹۳کسان وژلی او ګڼ شمېر نور یې ژوبل کړی دی. دغه برید هغه مهال وشو، کله چې د یوه مدافع وکیل بلال کاسی مړې دغه روغتون ته یوړل شو.
د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ افغان رسندویو ته په یوه خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، د اسلام او بشریت دښمنانو، نن له هغې وروسته پر عامو وګړو ځانمرګی برید وکړ، چې د کوټې ښار په ملکی روغتون کې د خپل سیمه ییز مشر په ویر سره راټول وو.
ده زیاته کړې، پر ملکی وګړو برید، هغه ستر جنایت دی چې په هېڅ دین او قانون کې توجیه نه لری.
د هغه په وینا، د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په ملی او سیمه ییزه کچه د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره جدی هلې ځلې وکړی.
نوموړی زیاته کړه، د افغانستان دولت د ښه او بد له توپیر پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوی او نورو ته یې هم سپارښتنه دا ده، چې له توپیری چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړی، ځکه ترهه ګری هېڅ دین، قانون، نژاد او توکم نه پېژنی او نه ورته درناوی لری.
اشرف غنی د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه