دکابل حکومت او حزب اسلامی ګوند ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i24670-دکابل_حکومت_او_حزب_اسلامی_ګوند_ترمینځ_د_سولې_موافقه_لاسلیک_کیږی
زمونږ خبریال راپورراکړ دافغانستان دحزب اسلامی مسولان وایی چې له حکومت سره یې د سولې خبرې نهایی شوې او ډېر ژر به یې ترمینځ هوکړه لاسلیک شی، بلی خوا د ارګ ځینی مسئ،لان وائی په دې برخه کې پرمختګ شوى، خو لا نهایی شوى نه دى .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 10, 2016 10:45 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت او حزب اسلامی ګوند ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک کیږی

زمونږ خبریال راپورراکړ دافغانستان دحزب اسلامی مسولان وایی چې له حکومت سره یې د سولې خبرې نهایی شوې او ډېر ژر به یې ترمینځ هوکړه لاسلیک شی، بلی خوا د ارګ ځینی مسئ،لان وائی په دې برخه کې پرمختګ شوى، خو لا نهایی شوى نه دى .

د حزب اسلامی ګوند او د افغانستان د حکومت تر مینځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د سولې خبرو اترو څو پړاوونه   شوی او د سولې پر طرحې او متن موافقه هم شوې وه، خو وروسته ځینې ستونزې پیدا شوې چې دا پروسه یې وځنډېدله. البته تېره میاشت د انجنیر امین کریم په مشرۍ د حزب  اسلامی یو پلاوى یو ځل بیا کابل ته تللى او له حکومت سره یې د سولې پر پاتې خبرو او ستونزو خبرې پیل کړې .

د حزب اسلامی د مشر انجنیر حکمتیار زوى حبیب الرحمن  هم پخپل ټولنیزې ویبپاڼې کې لیکلی دی ، له ډېرو بحثونو وروسته بالاخره د سولې د طرحې پر ټولو مادو موافقه  شوې او دواړو لورو پرې اتفاق  کړی دی .

د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د حکومت او حزب اسلامی تر مینځ د سولې تړون نن  تر وروستیو پورې  په کابل  کې لاسلیک وشی.

دافغان  ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال هم ویلی دی   له حزب اسلامی سره د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى خو دغه توافق تر اوسه نهایی شوې نه ده  .