دکابل حکومت او حزب اسلامی ګوند ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک کیږی
زمونږ خبریال راپورراکړ دافغانستان دحزب اسلامی مسولان وایی چې له حکومت سره یې د سولې خبرې نهایی شوې او ډېر ژر به یې ترمینځ هوکړه لاسلیک شی، بلی خوا د ارګ ځینی مسئ،لان وائی په دې برخه کې پرمختګ شوى، خو لا نهایی شوى نه دى .
د حزب اسلامی ګوند او د افغانستان د حکومت تر مینځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د سولې خبرو اترو څو پړاوونه شوی او د سولې پر طرحې او متن موافقه هم شوې وه، خو وروسته ځینې ستونزې پیدا شوې چې دا پروسه یې وځنډېدله. البته تېره میاشت د انجنیر امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامی یو پلاوى یو ځل بیا کابل ته تللى او له حکومت سره یې د سولې پر پاتې خبرو او ستونزو خبرې پیل کړې .
د حزب اسلامی د مشر انجنیر حکمتیار زوى حبیب الرحمن هم پخپل ټولنیزې ویبپاڼې کې لیکلی دی ، له ډېرو بحثونو وروسته بالاخره د سولې د طرحې پر ټولو مادو موافقه شوې او دواړو لورو پرې اتفاق کړی دی .
د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د حکومت او حزب اسلامی تر مینځ د سولې تړون نن تر وروستیو پورې په کابل کې لاسلیک وشی.
دافغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال هم ویلی دی له حزب اسلامی سره د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى خو دغه توافق تر اوسه نهایی شوې نه ده .