له حزب اسلامی ګوند سره دکابل حکومت دسولې هوکړه نهائی شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i25513-له_حزب_اسلامی_ګوند_سره_دکابل_حکومت_دسولې_هوکړه_نهائی_شوی_ده
زمونږخبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورادمشر مرستیال ویندوی جاوید فیصل نن خبریالانوسره په خبرو کې وویل ،د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه لیک نهایی شوی او د سولې له هغې لړۍ سره چې د امنیت او ثبات د ټینګښت لامل ګرځی؛ هېڅوک هم مخالفت نه شی کولى.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 18, 2016 15:37 Asia/Kabul
  • له حزب اسلامی ګوند سره دکابل حکومت دسولې هوکړه نهائی شوی ده

زمونږخبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورادمشر مرستیال ویندوی جاوید فیصل نن خبریالانوسره په خبرو کې وویل ،د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه لیک نهایی شوی او د سولې له هغې لړۍ سره چې د امنیت او ثبات د ټینګښت لامل ګرځی؛ هېڅوک هم مخالفت نه شی کولى.

هغه  وویل ،د سولې عالی شورا د افغان حکومت په استازیتوب د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې خبرې اترې پیل کړې او له دغه  ګوند سره د سولې خبرې اترې نهایی شوې دی.

نوموړی د هوکړه لیک د جزیاتو او د  لاسلیک د نېټې په اړه ئې نور معلومات وړاندې نه کړل، خو وې ویل چې په حکومت کې هېڅوک هم د سولې له لړۍ سره مخالفت نه لری او ټول د همېشنۍ او باعزته سولې غوښتونکی دی.

د افغانستان د سولې عالی شورا هم ویلی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه لیک ټولې تخنیکی ستونزې حل شوې او داسې کوم خنډ نشته چې  دغه  لړۍ له ګواښ سره مخ  کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر حکومتی سرچینو په وینا؛ د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر ډاکټر عبدا.... عبدا....له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه لیک له یو شمېر مواردو سره مخالفت کړى او تېره اونۍ یې په دې اړوند خپل اعتراض د سولې عالی شورا له مشر پیر سیداحمد ګیلانی سره شریک کړى دى.

خو د هېواد ولسمشر د لوى اختر په  ورځ   ویلی و، چې له کوم دلیل پرته به د سولې په مخ کې کوم خنډ ته غاړه کېنږدی او له حزب اسلامی سره د هوکړه لیک په لاسلیک کې د پام وړ پرمختګونه شوی دی