بلاخره اشرف غني او گلبدین حکمتیار دسولې هوکړه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i26650-بلاخره_اشرف_غني_او_گلبدین_حکمتیار_دسولې_هوکړه_لاسلیک_کړه
بلاخره هم افغان ولسمشر او ګلبدین حکمتیار سره یو ځاي په سیاسی لاره روان شول او مخکې به ولیدل شي چې دغه سفر ترکومه دوام لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2016 07:51 Asia/Kabul
  • بلاخره  اشرف  غني  او گلبدین حکمتیار  دسولې هوکړه لاسلیک کړه

بلاخره هم افغان ولسمشر او ګلبدین حکمتیار سره یو ځاي په سیاسی لاره روان شول او مخکې به ولیدل شي چې دغه سفر ترکومه دوام لري

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ   د افغانستان دحکومت او  دحزب اسلامی ترمینځ  د سولې نهائي  موافقه چې  دحزب اسلامی مشر ګلبدین  حکمتیار  نن  په همداروستیو کې دویډیو کنفرانس  له لارې لاسلیک کړه  ،او وروستي راپورونه ښئ چې  له دې  کابو یو ساعت وروسته  افغان ولسمشر  اشرف غني  هم د یو شمیر  سیاسی او پوځي چارواکو  او دغه راز دسیاستوالانو او  بهرنیو ډیپلوماټانو په شتون کې  دغه  هوکړه  لاسلیک کړه او   دا  کار ئې دافغانستان دسولې ا وثبات لپاره ستر ګام وباله

 راپورښئ  حکمتیار چې پخپله  د هوکړې  دلاسلیک کیدا په دستورو کې ئې شتون نه درلود او دویډیوئي کنفرانس له لارې ئې لاسلیک کړ ،  دغه هوکړه له دې مخکې دهغه نمائيندګانو لاسلیک کړې وه .   

 خبرې سرچینې وائي  چې دافغان ولسمشر  له خوا د دغه هوکړې  له لاسلیک وروسته   دغه  موافقه  اجرائي شوي  چې ډيری سیاستوالانو او  عمومي ټولنو ئې هرکلی کړی دی البته  په دغې موافقې ځيني  انديښنې او نیوکې هم دوام لري .