په شانګهائی موسسې کې دافغانستان دغړیتوب چانس زیات شوی دی
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرایی شورادمشر مرستیال ویندوی جاوېد فیصل نن په یولړڅرګندونو کې ویلی دی ، د شانګهاى ئی موسسې سرمشریزه د لومړی وزیرانو په کچه د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځی ، د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړېږی چې هیله ده دا سرمشریزه په دغې موسسې کې دافغانستان دغړیتوب غوښتنه ومنی
د هغه په وینا، ډاکټرعبدا...عبدا... به د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په ګډون د یوه پلاوی په مشرۍ په دغه کنفرانس کې ګډون کوی.
جاوېد فیصل وویل چې د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان د ټاکل شویو معیارونو پوره کولو لپاره هم لازم فعالیتونه او اقدامات کړی او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لری.
د هغه په وینا، ددغې غونډې په څنډې کې به اجرائی مشر د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلاجلا ناستې او لیدنې هم ولری.
روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان ددغې موسسی بشپړ غړیتوب لری، هندوستان، ایران ، پاکستان ، منګولیا او افغانستان د کتوونکو په توګه په دې کنفرانس کې ګډون کوی.