په شانګهائی موسسې کې دافغانستان دغړیتوب چانس زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i30004-په_شانګهائی_موسسې_کې_دافغانستان_دغړیتوب_چانس_زیات_شوی_دی
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرایی شورادمشر مرستیال ویندوی جاوېد فیصل نن په یولړڅرګندونو کې ویلی دی ، د شانګهاى ئی موسسې سرمشریزه د لومړی وزیرانو په کچه د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځی ، د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړېږی چې هیله ده دا سرمشریزه په دغې موسسې کې دافغانستان دغړیتوب غوښتنه ومنی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2016 10:47 Asia/Kabul
  • په شانګهائی موسسې کې دافغانستان دغړیتوب چانس زیات شوی دی

زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرایی شورادمشر مرستیال ویندوی جاوېد فیصل نن په یولړڅرګندونو کې ویلی دی ، د شانګهاى ئی موسسې سرمشریزه د لومړی وزیرانو په کچه د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځی ، د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړېږی چې هیله ده دا سرمشریزه په دغې موسسې کې دافغانستان دغړیتوب غوښتنه ومنی

د هغه په وینا، ډاکټرعبدا...عبدا... به د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په ګډون د یوه پلاوی په مشرۍ په دغه کنفرانس کې ګډون کوی.

جاوېد فیصل وویل چې د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان د ټاکل شویو معیارونو پوره کولو لپاره هم لازم فعالیتونه او اقدامات کړی او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لری.

د هغه په وینا، ددغې غونډې په څنډې کې به اجرائی مشر  د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلاجلا ناستې او لیدنې هم ولری.

روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان ددغې موسسی بشپړ غړیتوب لری، هندوستان، ایران ، پاکستان ، منګولیا او افغانستان د کتوونکو په توګه  په دې کنفرانس کې ګډون کوی.